نړۍ

د فلسطین له خلکو د ملاتړ لپاره په اندونیزیا کې د زرګونه تنو لاریون

زرګونه تنه د اندونیزیا وګړو نن یکشنبې د دې هېواد په پلازمېنه کې سره راغونډ شول ترڅو له فلسطینه خپل ملاتړ اعلان او په روانو نښتو کې د اسراییلو اقدامات وغندي.

د دې لاریون ګډونوالو چې له بېلابېلو مذهبونو او عمرونو وو، د جاکارتا ښار د ملي یاد په ودانۍ کې د اندونیزیا او فلسطین بیرغونو په لرلو، په داسې حال کې چې د فلسطین په ملاتړ یې نارې وهلې، لاریون وکړ.

د نړۍ ترټولو لویې مسلمانې ټولنې مخکې د فلسطین له جوړښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د اکټوبر پر ۷ د نښتې له پیل راهیسې د فلسطین پلویانو ستر اعتراضونه په پرله‌پسې توګه ترسره شوي دي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د شنبې په ورځ د بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه چې خوراکي توکي او طبي وسایل پکې وو غزې ته ولېږله.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه کې د تلفاتو شمېر نهه زره او ۴۰۰ تنو ته رسېدلی دی. په اسراییلو کې د تلفاتو شمېر یو زر او ۴۰۰ تنو ته رسېدلی.