سویلي آسیا

پاکستان کې پر یوه پوځي مرکز برید؛ ۹ بریدګر ووژل شول

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د پاکستان د پنجاب ولایت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز د برید په پایله کې ۹ «ترهګر» وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې ویلي، ترهګرو شنبه سهار وختي پر دې مرکز برید وکړ چې له ماتې سره مخ شو.

د دې هېواد پوځ په یاد مرکز کې هر ډول جدي تلفات او زیانونه رد کړي او ویلي یې دي، چې یوازې درې زړې الوتکې تخریب شوې دي.

اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو اډې او شاوخوا برخو کې یې د پاکولو عملیات پایته رسولي دي.

د پاکستان تحریک جهاد په نوم ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.