افغانستان

د کډوالو د ایستلو دوام؛ پاکستان د زرګونه افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په یوه ورځ یې شاوخوا شل زره کسان نیولي او د افغانستان پولو ته یې استولي دي.

د پاکستان موقت حکومت هم اعلان کړی چې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیر یې په جدي توګه پیل کړی او دا لړۍ دوام لري.

خو په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د دغه هېواد پولیسو هم د اسنادو لرونکي کډوال نیولي دي.

یوه ویډیو چې په پاکستان کې د یوه افغان کډوال له خوا آمو ته استول شوې پکې لیدل کېږي، پولیسو د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې د یو شمېر کډوالو پر کورونو چاپه وهلې او ځینې یې نیولي او پولیسو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

شاوخوا درې ورځې کېږي چې په پاکستان کې د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوی او کور په کور لټول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هېواد پولیس لومړی د کډوالو پېژندنه کوي. وروسته يې نيسي او پوليسو ته يې سپاري. بیا دا کډوال هغو کمپونو ته لېږدول کېږي چې د دې بهیر لپاره ټاکل شوي هلته پولیس له ثبت او بایومټریک وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ لارو ته لېږدوي او بېرته یې خپل هېواد ته ستنوي.

یو افغان کډوال شفیق الله دوست وايي: «دې وضعیت د افغان کډوالو تر منځ وېره رامنځ ته کړې ده، آن هغه کسان چې ویزې لري په خپلو کورونو کې پټ دي، اوس د پاکستان پولیسو په کور دننه هڅې پیل کړي او هر هغه کډوال چې اسناد لري او که نه لري، تلاشي کوي. حتی که هغه د ملګرو ملتونو اسناد هم ولري، هغه به د پولیسو لخوا نیول کېږي.»

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد پوليسو د اسلام اباد او راولپنډۍ په ګډون په يو شمېر ښارونو کې د شپې تر ناوخته پورې د کډوالو د نيولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو یوازې په دوو ورځو کې ۲۰ زره افغان کډوال نیولي او له هېواده یې ایستلي دي.

افغان کډواله بینظیر محمدي وايي: «د کډوالو لومړۍ اساسي ستونزه د دوی امنیتي ستونزه ده، که دوی افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له خوا به ونیول شي، ځکه هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې کار کړی، څو ځله د طالبانو له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي او بیا به هم ونیول شي. د دوی دویمه ستونزه دکډوالو اقتصادي ستونزه ده چې په افغانستان کې کار او عاید نه لري او کډوالۍ ته اړ شوي دي.»

بله کډواله عارفه دست یار وايي: «هغه کسان چې پاکستان ته د ځانګړو دلايلو له مخې کډوال شوي، يا مخکیني دولتي کارکوونکي دي او يا هم د ښځو د حقونو او د بشري حقونو مدافعین دي، کله چې دوی بېرته افغانستان ستنول کېږي، ځاني او مالي امنيت نه لري، د طالبانو لخوا نیول کېږي او بالاخره وژل کېږي.»

که څه هم په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د دغه هېواد پولیس د اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي، خو پرون د پاکستان سرپرست موقت لومړي وزیر له رسنیو سره په خبرو وویل، چې د ثبت شوي او اسناد لرونکي کډوال نه ایستل کېږي.

هغه زیاته کړې: «یوازې بهرني او بې اسناده اوسېدونکي ایستل کېږي، او زموږ هدف د هېچا ملکیت نیول یا غصبول نه دي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کډوالو د شکایتونو د اورېدو لپاره یې یوه ارتباطي کرښه جوړه کړې او ویلي یې دي چې د پولیسو له خوا د غیر قانوني چلند او ځورونې په صورت کې له هغوی سره تماس نیولی شي.