نړۍ

د حماس او اسراییلو له جګړې ۲۷ ورځې تېرېږي؛ په غزه کې د تلفاتو شمېر ۹ زره تنو ته ورسېد

د فلسطین د حماس او اسراییلو ترمنځ نښتو اوه ویشتمه ورځ؛ په دغو تصویرونو کې د غزې تړانګې په کوڅو کې اسراییلي پوځیان لیدل کېږي، جګړې نوي اړخونه خپل کړي؛ اسراییلي پوځیان په غزه کې د حماس جنګیالي تعقیبوي.

حماس ډلې هم د اسراییلي ټانکونو د ویشتلو تصویرونه خپاره کړي دي؛ په دغه نابرابره جګړه کې د حماس جنګیالي په لومړنیو جنګي وسایلو لکه آر پي جي راکټونو سره اسراییلي ټانکونه ویجاړوي.

له دې سره همهاله پر غزې تړانګې هوايي بریدونه پراخ شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې تراوسه پر غزې تړانګې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې نهه زره تنه وژل شوي چې کابو څلور زره یې ماشومان دي.

له بلې خوا، د پنجشنبې په ورځ د مصر له لارې بشردوستانه مرستې غزې ته ورسېدې او یو شمېر دوه تابعیته وګړي هم له غزې تړانګې ووتل.

د مصر اوسېدونکې غاده ذکي وايي: «یو مسوول دې زما ځواب راکړي؛ کله چې پر سرحدي لاره برید وشو او زه دلته وم، دوی ماته ویل چې ستنه شم. د سفر نېټه مې د اکتوبر دوولسم و یعنې شل ورځې مخکې. تاسو ولې له موږ سره دا کار کوئ؟ ولې موږ په تباهۍ کې پرېږدئ. موږ مرګ په خپلو سترګو لیدلی.»

له بلې خوا، اسراییلو اعلان کړی چې ۲۴۲ تنه د حماس له خوا یرغمل شوي او د دوی د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «زموږ ځواکونه د غزې په شمال کې د حماس د دفاعي کرښو ټولولو او مرکزي سیمو اداره کولو ته دوام ورکوي. موږ په چټکه توګه خپل عملیات او د پروګرام له مخې پرمختګ کوو. جګړه د پروګرام پربنسټ پرمخ ځي او په هره جګړه کې برلاسي یوو.»

له بلې خوا، اسراییلي ځواکونه له درنو پوځي وسایلو سره د لبنان د پولو په اوږدو کې د تیارسۍ په حال کې دي.

د اکتوبر په اوومه د حماس او اسراییلو ترمنځ نښتو له پيل راهیسې، د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده د اسراییلو پوځ پر مرکزونو توغندويي بریدونه کوي.

په ځواب کې یې اسراییل هم د حزب الله پر مرکزونو او تاسیساتو هوایي بریدونه کوي چې تراوسه د حزب الله لږترلږه ۵۰ غړي وژل شوي دي.