یو شمېر پخواني افغان سرتېري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي غواړي چې په خپل راپور کې د تېر حکومت د ځواکونو د خوندیتوب نشتوالی او د دوی د شکنجې مسله هم ځای کړي. دغه ځواکونه وايي، چې طالبان د تېر حکومت د ځواکونو ځورولو، نیولو، شکنجه کولو او وژلو ته دوام ورکوي.
دوی له ملګرو ملتونو غواړي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، څو د تېر حکومت له سرتېرو د غچ اخیستو لاس واخلي.
دغه کس ۱۵ کاله د کومانډو په چوکاټ کې طالبانو په وړاندې جګړې کړی ده.
وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته یې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې هېواد پرېښود او ایران ته کډوال شو.
نوموړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي غواړي، چې په خپل راپور کې د طالبانو له خوا د پخوانيو دولتي ځواکونو د نیولو، شکنجې، ځورونې او وژلو ستونزه هم ځای کړي.
د تېر حکومت یو شمېر ځواکونه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، چې په سخت وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ تل ویلي چې د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان پوځیانو نیول، شکنجه، ورسره ناوړه چلند او وژل هغه څه دي چې لا هم په افغانستان کې دغه ځواکونه ورسره لاس او ګرېوان دي.
ټاکل شوې فریدون سینیرلیو اوغلو د نومبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خپل راپور وړاندې کړي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د پخوانيو حکومتي او امنیتي چارواکو د شکنجې او بد چلند څه باندې ۱۴۴ پېښې یې مستندې کړي دي.
په دغه راپور کې له ۴۲۴ ډېرې خپلسري نیونې او بندي کول او لږ تر لږه د هېوادوالو د ورکیدو ۱۴ قضیې هم ثبت شوي دي.
خو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی او له واقعیته لېرې ګڼلی یې دی.