ورزش

مسي د سرو زور اتم توپ ترلاسه کړ

د ارجانتین د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر لیونل مسي د دوشنبې په ورځ د یوفا د کال د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو اتم توپ ترلاسه کړ.

ددې جایزې د ورکولو مراسم په پاریس کې ترسره شول او مسي د منچسټر سیټي د لوبغاړي ارلینګ هالند په مخکې کېدو سره چې تراوسه یې درې ځله د سرو زرو توپ ترلاسه کړی د فوټبال نړۍ دا معتبره جایزه خپله کړه.

۳۶ کلن مسي چې په اوسني وخت کې د امریکا د انټرمیامي لوبډلې لپاره لوبه کوي، په ۲۰۲۱ کال کې یې هم دا جایزه ګټلې وه او ارجانتین لوبډله یې په ۲۰۲۲ نړیوال کې د اتلولۍ په لور بېولې وه.

مسي په خبري ناسته کې وویل: «هماغه شان مې چې وویل، دا جایزه د ارجانتین د ټولې لوبډلې او خلکو لپاره ده، زما د بریاوو او هغو کارونو لپاره ده چې په نړیوال جام کې مو ترسره کړل.»

دغه لوبغاړي تراوسه د خپل سیال کریستیانو رونالډو په پرتله درې د سرو زرو زیات توپونه ترلاسه کړي چې وروستی د سرو زرو توپ یې په ۲۰۱۷ کال کې ګټلی و.

مسي تراوسه په ټول کې ۱۴ ځله د خپلو درېیو سیالانو ترمنځ د سرو زرو توپ د ترلاسه کولو او پنځه ځله هم د دوو مخکښو لوبغاړو په توګه غوره شوی دی.

له بلې خوا، په نړیوال جام کې د مسي د لوبډلې غړي امیلیانو مارتینز د غوره ګول ساتونکي جایزه خپله کړه او د اسپانیان د ښځو د نړیوال جام اتلې ایتانا بوماتي د ښځو په برخه کې د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.