افغانستان سویلي آسیا

پاکستان ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې باسي

له پاکستانه د کډوالو په تېره بیا افغانانو د ایستلو په اړه د دغه هېواد دولت د ضرب الاجل په رانږدې کېدو سره، د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي وايي چې ټول بې اسناده کډوال به په دوو پړاوونو کې وایستل شي.

جیونیوز یکشنبې د لړم په اوومه د سرفراز بوګتي له قوله راپور ورکړی چې په لومړي پړاو کې به هغه پناه غوښتونکي چې د استوګنې او سفر اسناد ونه لري وایستل شي.

خو بوګتي د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو د ځورولو د راپورونو له خپرېدو سره سره ویلي چې له دوی سره مناسب چلند کېږي.

نوموړی زیاته کړې: «د چارواکو له خوا مسوولینو ته حکم شوی چې له ښځو، ماشومانو او بوډاګانو سره له درناوي ډک چلند وکړي.»

بوګتي جوته کړې چې په دوهم پړاو کې بهد هغه کډوال وایستل شي چې د پاکستان دولت د هویت (POR) کارتونه لري وایستل شي.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې پنجشنبې او جمعه د لړم په پنځمه او شپږمه له ۱۵ تر شل زره افغان کډوال په خپله خوښه دې هېواده وتلي دي.

بوګتي څرګنده کړې: «ټول ایالتي مسوولین به د ایستلو عملیاتو یوه برخه وي، د ناقانونه کډوالو د معلومولو لپاره د ولسوالیو په کچه کمیټې جوړې شوې دي.»

نوموړي په دې هېواد کې د افغانانو په ګډون د ټولو پناه غوښتونکو شمېر درې میلیون تنه بللی دی.

دا په داسې حال کې دي چې له پاکستانه د وتلو په اړه د دغه هېواد د دولت د ورکړل شوي ضرب الاجل په رانږدې کېدو سره د بښنې نړیوال سازمان ویلي له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستل د دوی له بشري حقونو سرغړونه ده.

ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، څه د پاسه ۱،۴ میلیونه بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي.