افغانستان ښځې

سکاي نیوز: د طالبانو محدودیتونه د هرات په زلزله کې د ښځو او نجونو تلفاتو د زیاتوالي یو لامل و

په همدې حال کې سکای نیوز په یوه راپور کې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ښځو او نجونو د تلفاتو د زیاتېدو لاملونه را اخیستي او د طالبانو سخت محدودیتونه یې له بنسټیزو لاملونو بللي دي.

په دې راپور کې د هغو ښځو له قوله چې مرکې ورسره شوې وې، ویل شوي چې د هرات د وروستیو زلزلو په ترڅ کې ښځې مجبورې وې چې د ژوندي پاتې کېدو او یا د طالبانو د بندیزونو له مراعات کولو یوه غوره کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو راپورونو ښودلې وه چې د وروستیو زلزلو د قربانیانو نهه نوي سلنه ښځې، نجونې او ماشومان دي.

د هرات په وروستیو زلزلو کې په سلګونو کسان د دغو خاورو په زړه کې ښخ شول. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ځینو ادارو ویلي وو چې د قربانیانو ۹۰ سلنه ښځې، نجونې او ماشومان دي.

یو زوی د ورکې مور په لټه، پلار د لور په لټه او دا سړی چې جمعه ګل نومېږي د خپلې میرمنې په مړینه چې له څلورو میاشتو راهیسې یې ورسره د ګډ ژوند تړون شوی و، د غم په ټغر ناست دی.

د هرات زلزله ځپلی جمعه ګل وايي: «زموږ د کورنۍ څلور تنه هم ټپيان دي، مېرمن مې شهيده شوه، څلور مياشتې کېږي چې واده مو کړی وو.»

د دې پېښې ترخه تراوسه پای ته نه دي رسېدلې، سکای نیوز په یوه راپور کې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ښځو او نجونو د تلفاتو د زیاتېدو لاملونه را اخیستې او د طالبانو سخت محدودیتونه یې د دې تلفاتو له بنسټیزو لاملونو بللي دي.

سکای نیوز د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره، په زور د چادري اغوستلو او په عامه ځایونو کې له ښځو سره د محرم د شتون پر بنسټ، د ځینو ښځو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو ښځې د بندیزونو د مراعتولو او یا ژوندي پاتې کیدو ترمنځ د یو انتخاب کولو لپاره مجبورې کړې وې، او ډیری ښځې چې په کور کې پاتې کېدو ته مجبورې شوې وې، په هرات کې د زلزلو په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سکای نیوز د راپور په یوه برخه کې راغلي: «مریم (مستعار نوم) وویل چې هغې د چادرې نه اغوستلو او له محرم پرته له کوره د وتلو په اړه د وهلو ټکولو راپورونه اورېدلي دي. هغې زیاته کړه: له ښځو سره دښمني د [طالبانو] په رژیم کې آن په بیړني حالت کې هم نه درېږي.»

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي: «له بده مرغه دا تریخ او دردونکی واقعیت دی. په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او ماشومانو د تلفاتو د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو د طالبانو بې قیده او شرطه محدودیتونه دي. هیله لرم د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه، چې د دې حالت سیل کوي، د طالبانو د دې غیر انساني چلند پر وړاندې، چې قربانیان یې قطعاً ښځې او نجونې دي، ودریږي.»

له دې راپور پرته دغه انځورونه چې د اکتوبر په شپږمه نېټه د لومړۍ زلزلې پر مهال د زلزلې د وېرې له امله د هرات په واټونو کې د خلکو د راټولېدو د وضعيت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي، په کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چې د زلزلې د وېرې له امله له کورونو راوتلي، په ډېره سخته ښځې او نجونې لیدل کېدی شي.

آمو په خپلواک ډول نه شي کولی دا آنځورونه تایید کړي.

په همدې حال کې په دې راپور کې همدارنګه د هرات د زلزلې پر مهال د ښځو له خوا ښځو ته د مرستو رسولو د بهیر پر وخت د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او هغو ښځو چې په دې راپور کې یې خبرې کړې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو یې غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر منځه وړلو ټینګار وکړي.