افغانستان

طالبانو په اماراتو کې خپل نوی سفیر وګوماره

طالبانو د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د خپل نوي سفیر په توګه وټاکه.

طالبانو ویلي، حقاني د متحده عربي اماراتو د سفارت د شارژدافیر په توګه منل شوی او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو لوی ګام بولي.

دا په داسې حال ده کې طالبانو په مارچ میاشت کې په دوبۍ کې د لا اغېزمن حضور په موخه عبدالرحمن فدا د خپل قونسل جنرال په توګه ټاکلی وو.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې ګومارنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو په رسمي توګه طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي، خو دغه هېواد په افغانستان کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو او د طالبانو د استازو د منلو په څیر اقدامات کړي دي.