افغانستان روغتیا

په افغانستان کې د رواني روغتیا خدماتو د پراختیا لپاره د اروپايي ټولنې لس میلیونه یورو مرسته

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر په یوه اعلامیه کې د رواني روغتیا د پياوړتیا او په هېواد کې د نشه يي توکو د مصرف له امله ستونزو ته د رسېدنې لپاره د لس میلیونه یورو د بېلولو خبر ورکړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې دا بودیجه به د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د هڅو د پياوړتیا په موخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د زیانمنونکو وګړو د توانمنیو د زیاتوالي په برخو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رافائلا آیودیس د افغانانو د روغتیا او سوکالۍ د ښه کولو لپاره د دغې ټولنې پر ژمنې په ټینګار سره وایي: «دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې له رواني ناروغۍ او د نشه يي توکو له امله ستونزو سره مخ دي روغتیایي خدماتو او په ټولنه کې د مېشتېدو په برخه کې ملاتړ ته لاسرسی ولري.»

له بلې خوا، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي لوداپنګ د زیانمنونکو وګړو لپاره د رواني روغتیا او نشه يي توکو کارولو له امله ستونزو د درملنې په آسانتیاوو کې د اروپايي ټولنې پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

ددغې بیانیې پر بنسټ، افغانستان د نشه يي توکو د کابو څلور میلیونه مصرفوونکي کور دی چې د هېواد لس سلنه نفوس جوړوي.

دا بیانیه زیاتوي چې مخ پر ودې ناورین د هېواد د نشه يي توکو د درملنې پر مرکزونو فشار زیات کړی او د نشه يي توکو مصرفوونکی درملو ته کافي لاسرسی نه لري.

له بلې خوا، په افغانستان کې د یو ان ډي پي استازې آنوبها سود له نشه يي توکو او اړوندو ستونزو سره د مبارزې لپاره د اضافي بودیجې پر ارزښت ټینګار کوي.

هغه وايي چې ددې بودیجې موخه د شواهدو او بشري حقونو پر بنسټ د نشه يي توکو له امله د کسانو درملنه او د توانمنۍ لوړول دي.