افغانستان

یوناما په تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

یوناما د « ۲۰۲۳ له جولای تر سپتمبر پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه معلومات» تر سرلیک لاندې یوه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

یوناما په دې راپور کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ وضعیت ارزولی او لیکلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال په جون او اګست میاشتو کې په خواله رسنیو کې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هزاره وګړو د وژنې، د دوی د مالونو او کرنیزو محصولاتو د تخریب په اړه راپورونه خپاره شول او په دې پېښو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د لاس لرلو په هکله هم خبرونه ورکړل شوي وو.  

یوناما په خپل راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۳ له جون تر سپمتبر پورې په خاص ارزګان کې لاندې سرغړونې شوې دي:

  • د ناپېژانده کسانو له خوا د خاص ارزګان د لږترلږه شپږ زره اوسېدونکو وژل
  • د پېژانده کسانو له خوا په خاص ارزګان کې د هزاره وګړو د نقلیه وسایطو، کورونو او کرنیزو محصولاتو د تخریب لږلږه پنځه پېښې
  • د ناپېژانده وسله والو له خوا په خاص ارزګان کې د هزاره وګړو د وهلو ټکولو دوې پېښې

یوناما په دې راپور کې لیکلي: «د سپتمبر په شپاړسمه نېټه د طالبانو د رییس الوزرا دفتر، د طالبانو د عدلیې وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو د عمومي ریاست د استازو په ګډون یو پلاوی له کابله خاص ارزګان ته ولاړ ترڅو تورونه وڅېړي او ددغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت وڅېړي.»

یوناما لیکلي ددغه پلاوي د سپمتبر په نولسمه نېټه د راپور پربنسټ دوی د ځایي اوسېدونکو له استازو او همداراز د دغې ولسوالۍ له برحاله چارواکو سره په کتنه کې شپاړس تنه نیولي او د محاکمې په تمه دي.