نړۍ

د ملګروملتونو سرمنشي وايي د غزې پر یوه روغتون د برید له امله سخت خواشینی شوی

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د چهارشنبې په ورځ وویل، د غزې په یوه روغتون کې د چاودنې له امله چې سلګونه تنه پکې مړه شوی سخت وېرېدلی او دا برید په سختو ټکي غندي.

فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې پر یوه روغتون د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

ګوتریش په بیجنګ کې د کمربند او لارې ټولګې په پرانیستونکو مراسمو کې وویل چې د اکتوبر په اوومه په اسراییلو کې پر ملکي وګړو د حماس د بریدونو غندنه کوي او د چټک بشردوستانه اوربند غوښتونکی شو.

ګوتریش د چین ولسمشر شي جین پینګ د نړیوالو بیخ بنسټونو نوښت په ټولګه کې د ګډون لپاره چې د نړۍ څه د پاسه شلو مشرانو پکې برخه اخیستې بیجنګ ته تللی دی.

ښاغلي ګوتریش په یوه ناسته کې وویل: «زه د چټک بشردوستانه اوربند غوښتونکی یم ترڅو د مرستو او د بې مخینې انساني درد او کړاو د کمولو لپاره د مرستو زمینه برابره شي. د ډېرو ژوند او د سیمې برخلیک له ستونزو سره مخ شوی دی.»

دا په داسې حال کې دي چې اسراییلو په الاهلي العربي روغتون کې چاودنه د حماس ډلې د توغندي د ناکام برید له امله وبلله. خو حماس په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.