ورزش

د مغولستان په وړاندې د افغان فوټبال ملي لوبډلې بری

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په لومړي پړاو کې مغولستان ته یو صفر په پایلې سره ماته ورکړه.

د لوبې یوازینی ګول په یواویایمه دقیقه کې د فرشاد نوري له خوا ووهل شو.

د افغانستان او مغولستان ترمنځ د فوټبال نړیوال جام مقدماتي پلې آف سیالي نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ ترسره شوه او افغانستان په یو صفر پایلې سره بری ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې په دې بري سره د ۲۰۲۶ د نړیوال جام مقدماتي او آسیا د ۲۰۲۷ د ملتونو جام سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.

ددې لوبې یوازینی ګول په یواویایمه دقیقه کې د فرشاد نوري له خوا ووهل شو.

دا لوبه د مغولستان په کوربتوب ترسره شوه.

افغانستان د ۲۰۲۶ نړیوال جام په مقدماتي ډله‌ييز پړاو او د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام په A ډله کې له قطر، هند او کویټ سره په یوه ګروپ کې دی.

په دې ډله کې د افغانستان لومړۍ لوبه به د لړم په ۲۵مه د قطر په وړاندې وي.