افغانستان

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د اوچا د ۹۳ میلیون ډالري مرستې غوښتنه

د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په هرات کې له ۱۱۴ زره زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا د راپور له مخې چې دوشنبې د تلې په ۲۴مه یې خپور کړی تراوسه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیون ډالر برابر شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په هرات کې د زلزلې اړوند یې له ۱۱۴ زره تنو د ملاتړ لپاره چې په مستقیم ډول زیانمن شوي یو پلان برابر کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د هرات زلزله ځپلي سرپناه، خوړو، د څښاک اوبو، د مینځلو وسایلو، نقدي مرستو او همداراز روغتیایي خدماتو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې ژمی راروان دی او مرستې باید په بیړه برابرې شي.

په راپور کې راغلي: «له پرلپسې زلزلې وروسته، کورنۍ په پرانیستې فضا کې، په لنډمهاله یا غیر رسمي استوګنځایونو کې ژوند کوي چې د آب و هوا، روغتیا او نورو د خوندیتوب له خطرونو سره مخ دي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړې کمېشنرۍ هم ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې زرګونه تنه د تېرو څو اونیو له څو ځله زلزلې زیانمن شوي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دغه دفتر ویلي چې ټیمونه او همکاران یې کار کوي، خو لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړې کمېشنرۍ زیاته کړې چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د مرستې رسولو لپاره د ۱۴،۴ میلیون ډالرو غوښتنه کوي.

په تېرو څه د پاسه لسو ورځو کې هرات د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې څو پرلپسې زلزلو او وروسته ټکانونو سره مخ شوی دی.

د هغه شمېرو له مخې چې طالبانو ورکړې، دغې زلزلې ډېرې ورانۍ رامنځته کړې او له امله یې دوه زره او ۴۴۵ تنه مړه او دوه زره او ۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.