نړۍ

لاوروف: د چین د «کمربند او لارې» نوښت په اسیايي – اروپايي سیمه کې همکارۍ پیاوړې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ له خپل چیني سیال وانګ یي سره په لیدنه کې ویلي، چې د چین د کمربند او لارې نوښت به په اسیايي – اروپايي سیمه کې همکارۍ پیاوړې کړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې سره لیدلي، چې ټاکلې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په روانه اونۍ کې د کمربند او لارې په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته سفر وکړي.

لاوروف ویلي، چې پوتین به د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې‌اترې وکړي.