افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ویلي، چې دا بنسټ میلیونونه افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرايي مدیره سیندي مک‌کین وايي، چې افغانان «د نه زغملو وړ» رنځ تېروي او د هرات زلزلو لا زیات کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې دا بنسټ له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي سرچینو له کموالي سره مخ شوی دی.

اغلې مک‌کین پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې «د خوړو نړیوال پروګرام له خلکو سره د مرستې لپاره په سیمه کې دی، خو بودیجې کم شوې ده.»

هغې زیاته کړې: «موږ له مخکې اړ شوي یو، چې د ۱۰ میلیونه افغانانو لپاره ژغورونکې مرستې ودروو او سخت ژمی د رارسېدو په حال کی دی.»

اغلې مک‌کین ټینګار کړی، چې افغانستان کې د میلیونونه تنو ژوند له ګواښ سره مخ دی او دغه بنسټ مرستې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنې صندوق ویلي، چې د هرات له زلزلې وروسته ۳۱۸ زره تنو بشردوستانه مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده.

دغه بنسټ ویلي، چې له دې منځه ۷۶ زره یې د اومیندوارې د عمر نجونې او ښځې دي چې له دې جملې ۷ زره او ۴۰۰ ښځې هم اومیندواره کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنې صندوق همدارنګه ویلي، چې «خپل شریکان یې په زیانمنو ټولنو کې له میندو او نوي زېږدلو ماشومانو د ساتنې او خوندیتوب لپاره رابللي دي ترڅو د هغوی لپاره د خوندي زېږون زمینه برابره شي.»

د امریکا د ځمکې‌پېژندنې ادارې ویلي، چې تېره ورځ د هرات په ۳۸ کیلومترۍ کې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزله وشوه.

د متحده ایالاتو د ځمکې‌پېژندنې ادارې همدارنګه د سهار ۹:۵۶ دقیقې هرات کې د یوې بلې ۵.۴ رېښتره زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړ. دغه زلزله د ځمکې په لس کیلومترۍ کې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ ۶.۳ رېښتره زلزلې د هرات زنده‌جان ولسوالي ولړزوله او ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې واړول.

د طالب چارواکو د شمېرو له مخې، په دې زلزله کې تر ۲ زره او ۴۰۰ زیات کسان مړه او څه د پاسه ۲ زره نور ټپیان شوي دي.

همداراز د چهارشنبې په ورځ هرات کې په یوه بله پیاوړې زلزله کې ۱۱۴ تنه ټپیان شول.