ورزش

افغان کرېکټ ملي لوبډلې انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې د بریتانیا په وړاندې بری ترلاسه کړ.

په دغه لوبه کې لومړی افغان لوبډلې توپ‌وهنه پیل کړه او په ۴۹،۵ اور کې یې ۲۸۴ منډې جوړې کړې خو د بریتانیا لوبډله ونه توانېده چې ورکړ شوی هدف پوره کړي.

افغانستان د لوبې په څلوېښتم اور کې د ۶۹ منډو په توپیر سره لوبه وګټله. افغان لوبډلې له دې مخکې لومړۍ لوبه هند ته وبایلله.

په دې سیالۍ کې لومړی افغانستان توپ‌وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې انګلستان ته ۲۸۵ منډې هدف وټاکه.

افغانستان د ۲۸۵ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان یوازې ۲۱۵ منډې وکړې.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان لومړی بری دی.

افغان لوبډله وتوانېده په لومړي ځل بریتانیا ته ماتې ورکړي.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمن الله ګربز اتیا او اکرام علي خیل ۵۸ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن وټاکل شو.

افغان لوبډله به خپله څلورمه سیالي د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړي.