نړۍ

بایډن له اسلام څخه د وېرې او له یهودانو د کرکې غندنه وکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شنبې په ورځ د بشري حقونو په یوه کمپاین کې، له یهودانو سره د دښمنۍ، له اسلام څخه د وېرې او ترنس او همجنس پالنې څخه د وېرې غندنه وکړه.

بایډن پر اسراییلو د حماس ډلې د تېرې اونۍ برید چې له امله یې د ۲۷ امریکایانو په ګډون لږترلږه ۱۳۰۰ تنه ووژل شول د کرکې بېلګه وبلله.

بایډن همداراز د فلسطینیانو له وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او وې ویل له ډېری بې ګناه فلسطیني کورنیو د «انساني ډال» په توګه کار اخیستل کېږي.

جوبایډن زیاته کړه: «یوه اونۍ مخکې شاهدان وو چې له هولوکاست وروسته د یهودانو په عامه وژنه کې بل ډول کرکه راڅرګنده شوه. په اسراییلو کې د ۲۷ امریکایانو په ګډون څه د پاسه ۱۳۰۰ بې ګناه کسان ووژل شول. بچیان، باباګان او نیاګانې په یو شان وتښتول شول او د حماس له خوا یرغمل شوي دي. په غزه کې انساني ناورین، د فلسطین بې ګناه کورنۍ او اکثره یې له حماس سره هېڅ تړاو نه لري، له دوی د انساني ډال په توګه کار اخیستل کېږي.»

د همجنس پالو په وړاندې د کرکې په چورلیز سره د بشري حقونو کمپاین د شنبې په شپه د بشري حقونو د دفاع کوونکې ډلې له خوا په واشنګټن ډي سي کې ترسره شوی و.

همداراز د وروستیو راپورونو له مخې د اسراییلو په بریدونو کې دوه زره او ۳۲۹ فلسطینیان وژل شوي او نهه زره او ۴۲ نور ټپیان دي.