افغانستان

د ملګروملتونو امنیت شورا د بغلان په پلخمري کې د شیعه وګړو پر جومات د برید غندنه وکړه

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو د یوې اعلامیې په خپرولو، د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید غندلی او یو ځل بیا یې له هېوادونو غوښتي چې په ټولو امکاناتو سره د ترهګرۍ له امله ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

دا اعلامیه تېره شپه د تلې په ۲۲ شپه په ملګروملتونو کې د البانیا د استازولۍ له خوا خپره شوې ده.

د امنیت شورا غړو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د شیعه وګړو اړوند امام زمان جومات باندې ترهګر برید ناوړه عمل بللی او هغه یې غندلی دی.

ددې برید له امله د وژل شویو او ټپيان کره شمېر لا نه دی ورکړ شوی. داعش ددغه برید مسوولیت منلی دی.

د امنیت شورا غړو ددې پېښې له قربانیانو سره همدردي څرګنده کړې او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې ترهګري په هره بڼه چې وي په افغانستان او همداراز نړۍ کې د سولې او امنیت په وړاندې جدي ګواښ دی.

دغې شورا د وروستي برید د عاملینو، پلانونکو، مالي او نورو ملاتړ د ځواب ویلو پر اړتیا او د دوی پر محاکمې ټینګار کړی دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو زیاته کړې چې هر ډول ترهګر برید د هغه له انګېزې اخوا، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا چې وشي مجرمانه او د نه توجیه وړ دی.

د امنیت شورا غړو یو ځل بیا د ملګروملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ترهګرو کړنو له امله د سولې او امنیت خلاف ګواښونو په وړاندې په هره وسیله د هېوادونو له خوا د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

که څه هم داعش په تېرو وختونو کې هم په افغانستان کې پر شیعه وګړو بریدونه کړي، خو د دې ډلې تازه برید په داسې حال کې شوی چې طالبان ادعا لري په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او داعش هم په افغانستان کې حضور نه لري.