نړۍ

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او توغندويي بریدونو دوام؛ اسراییل: د حماس په بریدونو کې ۱۳۰۰ تنه وژل شوي

9281WD-ISRAEL-PALESTINIANS_WRAP_O_

د اسراییلو او د فلسطین حماس ډلې ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ اسراییلو پرغزې تړانګه هوايي او د توپچي بریدونه وکړل.

 تر اوسه په غزې تړانګه کې لږ تر لږه ۱۳۵۰ تنه او په اسراییلو کې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د غزې په تړانګه او اسراییلو کې شاوخوا ۹ زره نور کسان ټپیان شوي دي.

د غزې په تړانګه کې په میلیونونو خلک د اسراییلو پر وړاندې د فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته سختې ورځې او شپې تېروي.

 د غزې په تړانګه کې د جګړې په شپږمه ورځ د اسرائیلي پوځ درنې توپچي او هوايي بریدونه؛ خلک وايي چې د مړو د ښخولو لپاره ځای نه دی پاتې.

د غزې اوسېدونکی عادل حماد وايي: «د تیرې شپې له لسو بجو تر نن سهاره په خان یونس کې تر ۵۰ زیات کسان شهیدان شوي او مرګ ژوبله په پرله پسې ډول مخ په ډېرېدو ده. موږ نشو کولی په یو ځانګړي ځای کې کسان خاورو ته وسپارو. قبرونه د کورونو په شاوخوا کې په بېلابېلو ځایونو کې کیندل شوي چې د کورونو د خاوندانو لخوا مرسته شوې.»

د شخړو دوام،  د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تر اسراییل پورې راوست.

بلینکن له اسراییلو خپل ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې د حماس په بریدونو کې ۲۵ امریکایان هم وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي: «د حماس د ویرونکو بریدونو له امله د بې ګناه قربانیانو شمیر مخ په زیاتېدو دی. د دوی په منځ کې لږ تر لږه ۲۵ امریکايي اتباع وژل شوي دي.»

په همدې حال کې ملګرو ملتونو او مرستندویه سازمانونو اعلان کړی چې د غزې د تړانګې د محاصرې له امله په دې سیمه کې بشري وضعیت خراب شوی دی.

اسرائیلو هم اعلان کړی چې تر هغه به غزې ته بشري توکو ته د ننوتو اجازه ورنه کړي تر څو چې د حماس له خوا یرغمل شوي اسرائیلي بندیان خوشي شوي نه وي.

د منځني ختیځ لپاره د سره صلیب سیمه ایز رییس فابریزیو کربني وايي: «د اوس لپاره ، موږ پوهېږو چې لاهم تیل شته – خو ښايي یوازې د څو ساعتونو لپاره- د جنراتورونو چلولو لپاره په ځانګړي توګه په روغتونونو کې.  زه د جزیاتو په اړه نور معلومات نه لرم.  هغه څه چې یقیني دي دا دي چې که موږ تدارکات وارد نه کړو او که موږ په غزه کې هغه څه ونه وېشو چې موږ یې لرو، موږ به د ناورین په لور ولاړ شو.»

په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د شپږو ورځو د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳۵۰ تنه وژل شوي او تر ۶۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلو هم ویلي چې د حماس په بریدونو کې ۱۳۰۰ اسرائیلي وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.