نړۍ

د کلفورنیا یوه اوسېدونکي د «پاور بال» بخت آزمویلو لویه جایزه ترلاسه کړه

9225WD-USA-POWERBALL_WINNING_NUMBERS_O_

په امریکا کې د «پاور بال» یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالري لویه جایزه بیا هم په کلفورنیا کې یوه تن ترلاسه کړه.

د چهارشنبې ورځې د ښه چانس لرونکو شمېرې اعلان شوې او د ۲۴، ۵۲، ۴۰، ۲۲ او ۶۴ ګڼې ټکټونه په لس طلايي عدد سره ددغې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون او ۶۵ زره ډالري جایزې ګټونکي شوي دي.

د پاور بار بخت آزموینې اعلانوونکې میشل لیل وايي: «خپل ټکټونه راوباسئ، د نن شپې کار په ۲۴ شمېرې سره پيلوو، له هغې وروسته موږ ۵۲ شمېره لرو. له مریلند څخه د ۱۴ نمبر پاوربال چې د ۵۰ زره ګټونکی شو مبارکي وایو. اوس مو بله شمېره ۴۰ ده، له هغې وروسته ۲۲ او په پای کې ۶۴ شمېر لرو. اوس ستاسو ګټونکی پاوربال لسمه شمېره ده.»

دا په تېرو څلورو میاشتو کې په امریکا کې د بخت آزمویلو دوهمه تر ټولو لویه جایزه ده چې له یو میلیارد ډالرو لوړه شوې ده. د جولای میاشتې د بخت آزمویلو جایزې ګټونکی هم د کلفورنیا اوسېدونکی و چې یو میلیارد ډالر یې ترلاسه کړل.

د بخت آزمویلو بل پړاو د شل میلیون ډالري جایزې لپاره د ټکټونو پلورل به له راتلونکې اونۍ څخه پیل شي.