سوداګري

له یوه ایراني کنسرسیوم سره د خواف ـ هرات د رېل لارې کارولو تړون لاسلیکېدل

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د اورګاډي ادارې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یو لړ مراسمو پرمهال د ایران د رېل لارې له کنسرسیوم سره د خواف ـ هرات د اورګاډي پټلۍ د درېیمې برخې د کارولو تړون لاسلیک کړ.

په دې اړه د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي چې ایرانيو چارواکو په دې ناسته کې وویل چې د خواف ـ هرات رېل لارې د څلورمې برخې جوړولو د لومړي پړاو کار به په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

د دغه تړون له مخې، د ایران د رېل لارې کنسرسیوم به د خواف ـ هرات د اورګاډي بارونو د لېږد کارونه ترسره کوي.

ایراني لوري په دغه تړون کې ژمنه کړې چې په لومړي کال کې به لږترلږه سل زره توکي له دې لارې ولېږدوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د اورګاډي ادارې ویلي چې ددې تړون په لاسلیک سره به د توکو لېږدول د ایران د اورګاډي شبکې له لارې د خواف ـ هرات رېل لارې د درېیمې برخې له خوا ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ترسره شي.