افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې مرستې له تبعیض پرته او په نړیوالو معیارونو ووېشي

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې زیانمنو ته پاملرنه وکړي او مرستې له تبعیض پرته په نړیوالو معیارونو سره ووېشي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې زیان‌منونکي کسان په تېره بیا ښځې، ماشومان، ډېر عمر لرونکي او معلولین له ګڼو ننګونو سره مخ دي او طالبان باید مرستې له توپیر پرته د بشري حقونو له معیارونو سره سمې ووېشي.

دغه سازمان وایي چې طالبان باید د مرستو رسولو لپاره د بشردوستانه بنسټونو لپاره امن او له محدودیت پرته لاس‌رسی برابر کړی.

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌يیز څېړونکی زمان سلطاني وايي: «د طالبانو لوړپوړي چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د مرستې او ژغورنې هڅې له توپیر پرته او د بشري حقونو له نړیوالو ستندردونو سره سمې دي.»

په همدې حال کې، ملا عبدالغني برادر په عادلانه توګه د مرستو د وېش ډاډ ورکوي.

دغه طالب چارواکی له نړیوالې ټولنې غواړي د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

له بلې خوا، د هرات د شنبې ورځې زلزلې څلورسوه مړي د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په ډله‌یيز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.

په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې د څلورو ورځو په تېرېدو د دغو کسانو خپلوان نه وو موندل شوي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر هم اعلان کړی چې په دې زلزله کې څه د پاسه ۱۱ زره تنه زیانمن شوي دي.