نړۍ

اسراییل: پوځ د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو دی

انځور: ارشیف

د اسراییلو پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې جګړې لپاره چمتو دی.

له دې سره همهاله اسراییلي جنګي الوتکو د غزې تړانګې پر ځینو برخو بمبارۍ ته دوام ورکړ.

یوه بې ځایه شوي فلسطیني وویل: «له کوم خبرداري پرته یې پر موږ برید وکړ، اف شپاړس ډوله الوتکې وې، نه کوم خبرداری و نه هېڅ او تاسو کولای شي ورانۍ ووینۍ تاسو یې وګورئ.»

د فلسطین د حماس غورځنګ ځواکونو پر اسراییلي ښارونو د شنبې په برید کې اوه سوه اسراییلیان ووژل او څه د پاسه دوه زره نور یې ټپيان کړي دي.

له بلې خوا، حماس ویلي چې لسګونه اسراییلیان یې نیولي دي.

دا ۵۰ کاله مخکې د یوم کیپور په جګړه کې د مصر او سوریې له بریدونو وروسته پر اسراییلو تر ټولو مرګونی برید بلل شوی دی.

اسراییلو د حماس ددې برید په غبرګون کې د غزې تړانګې پر ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل چې د کورونو، ودانیو، جوماتونو او د حماس غورځنګ د چارواکو د کورونو د ویجاړېدو ترڅنګ د شلو ماشومانو په ګډون څه د پاسه ۴۰۰ فلسطینیان ووژل شول.  

له بلې خوا، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د یکشنبې په ورځ فلسطین مبارزو ځواکونو ته د هغه څه له امله چې د اسراییلو په وړاندې برید کې یې «بری» بللی مبارکي ورکړه.

رییسي وویل چې د حماس برید «د صهیونیست رژیم په وړاندې د مقاومت یو څرک دی چې په واقعیت کې باید ددغه بري له امله د فلسطین خلکو، فلسطیني مجاهدینو او ټولو فلسطیني ډلو او اسلامي امت ته مبارکي ووایم.»

د دوشنبې په ورځ د نښتو دوام په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیو د لوړېدو لامل شو. له بلې خوا، څو هوايي شرکتونو تل ابیب ته خپلې الوتنې ودرولې.

له بله پلوه، د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو دواړه لوري زغم ته وربللي او له دواړو خواوو یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.