ورزش

د سعودي عربستان په وړاندې د افغان لوټسال لوبډلې بری

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تېره شپه د آسیا ملتونو جام سیالیو د مقدماتي لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د عربستان د لوبډلې په وړاندې لوبه کې د درې پر دوه پایلې سره بری ترلاسه کړ.

افغان فوټسال لوبډلې د یکشنبې شپه له سعودي عربستان سره لوبه وکړه او درې پر دوه پایلې سره بري ته ورسېده.

د افغانستان فوټسال لوبډله په خپله دوهمه لوبه کې نن د اندونیزیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ورځي.

د ویلو وړ ده چې افغان فوټسال لوبډله تېره ورځ سعودي عربستان ته تللې ده.

د آسیا جام سیالیو مقدماتي پړاو د تلې له شپاړسمې تر شلمې نېټې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي.

په دې پړاو کې به افغانستان د اندونیزیا او ماکائو له لوبډلو سره سیالي وکړي.