افغانستان

هرات کې یو ځل بیا د رېښتر په کچه ۴،۹ درجې زلزله وشوه

د امریکا د زلزلې سنجولو مرکز اعلان کړی چې د افغانستان په لوېدیځ کې یو ځل بیا د رېښتر په کچه ۴،۹ درجې زلزله شوې ده.

دغه زلزله نن (دوشنبې د تلې ۱۷مه) له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ دقیقې د ځمکې په تل لس کیلومترۍ کې شوې ده.

د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ښار اوسېدونکو هم په خپلو ټولنیزو پاڼو په دې ښار کې د زلزلې خبر ورکړی او هغه یې نسبتا سخته بللې ده.

دا زلزله د ایران په مشهد ښار کې هم احساس شوې ده.

د شنبې په ورځ د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات زنده جان او یو شمېر نورې ولسوالۍ او همداراز هرات ته څېرمه یو شمېر ولایتونه ولړزول چې وروسته هم څو زلزلې شوې دي.

ملګروملتونو اعلان کړی چې د شنبې ورځې په زلزله تراوسه یو زر او ۲۳ تنه مړه او یو زر او ۶۶۳ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۱۶ تنه بې درکه دي او سلګونه کورونه هم وران شوي دي.