نړۍ

پر غزې د اسراییلو د بمبارۍ دوام؛ حماس: د اسراییلو لسګونه پوځیان او قوماندانان مو نیولي

د اسراییلو پوځ د یکشنبې په سهار د حماس غورځنګ له برید وروسته د غچ اخیستونکو بریدونو په دوام د غزې ځینې برخې بمباري کړي.

له بلې خوا، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې تراوسه په غزې تړانګه کې ۲۳۲ تنه مړه او یو زر او ۶۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په ورځ وویل چې تل ابیب به له حماس ډلې «کلک غچ» واخلي.

دا په تېرو ۵۰ کلونو کې د اسراییلو خلاف تر ټولو لوی برید دی چې له امله یې ۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۱۱۰۰ نور ټپیان دي.

له بلې خوا، حماس ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو لسګونه سرتېري او پوځي قوماندانان یې هم نیولي دي.