افغانستان

د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې درې ملکي افغانان ټپیان شول

درې تنه ملکي افغانان د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

په سپین بولدک کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې په ډزو کې دوه ماشومان او یو بوډا سړی ټپي شوی دی.

ددغې خبرپاڼې له مخې، پاکستاني پوځیانو د وېش د سرحدي دروازې په سیمه کې پر ملکي کسانو ډزې وکړې، خو تراوسه ددې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د سپین بولدک دروازه په عادي توګه پرانیستې ده.

ددې خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې یو ماشوم په پښه ټپي شوی روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

خو د دوهم ټپي د درملنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.