ورزش

آسیایي لوبې: افغانستان د کرېکټ نیمه پایلوبې ته لاره پيدا کړه

د آسیایي لوبو د نولسم پړاو په دوام، نن چهارشنبې د افغانستان الف کرېکټ (افغان ابدالیان) لوبډله وتوانېده د سریلانکا الف لوبډله د ۸ منډو په توپیر سره ماته ورکړي او ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پيدا کړي.

ټاکل شوې افغان کرېکټ لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ په وروستي لوبه کې د پاکستان د الف لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ورشي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان په بېلابېلو برخو کې لوبغاړو ګډون کړی چې تراوسه یې څلور مډالونه ترلاسه کړي دي.

که د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله په نیمه پایلوبه کې د پاکستان الف کرېکټ لوبډلې ته ماته ورکړي د سرو یا سپينو زرو مډال د ګټلو چانس به ولري.

دغه شل اوریزې لوبه د چین په هانګوری ښار کې ترسره شوې. په دې لوبه پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان د نور علي ځدراڼ په ۵۱، د شاهد کمال په ۲۳ او شهزاد محمدي په شلو منډو سره وتوانېده د مخالفې لوبډلې لپاره ۱۱۷ منډې هدف وټاکي. د سریلانکا لپاره توشارا څلور او ساهان دوې ویکټې واخیستې.

سریلانکا د ټاکل شوي هدف لپاره په ۱۰۸ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د اتو منډو په توپير سره یې ماته ومنله چې ددې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې ارچچیګي وکړې.

د افغان لوبډلې لپاره ګلبدین نایب او قیس احمد هر یوه درې درې ویکټې او کریم جنت، ظاهر خان او شرف الدین اشرف هر یوه د مقابلې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کرېکټ په برخه، له بېلابېلو لوبډلو ۱۵ لوبډلې ګډون لري. د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هند او سریلانکا د کرېکټ الف لوبډلو د کرېکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې یو پر څلورم پړاو ته لاره پيدا کړه. د نیپال، مالیزیا او هانګ کانګ لوبډلو له لومړي ګروپي پړاو څخه یوې څلورم پړاو ته لاره پیدا کړه.

په وروستیو څلورو جوړو کې هند نيپال، پاکستان هانګ کانګ او افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړه.

له بلې خوا، په همدې پړاو کې به بنګلادېش او مالیزیا له یو بل سره لوبه وکړي او ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د هند له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ورشي.