نړۍ

په مکزیک کې د کلیسا چت د غورځېدو له امله نهه تنه مړه شول

د یکشنبې په ورځ د مکزیک د یوه شمالي ښار په یوه کلیسا کې د مذهبي مراسمو پرمهال د دې کلیسا چت راوغورځېد او له امله یې نهه تنه مړه او ۴۰ نور تپیان شول.

دا کلیسا تامپيکو بندر ته نږدې په سیوداد مادرو سیمه کې ده او مرستندویه ډلې په دغه پېښه کې د ۳۰ بې درکه شویو کسانو په لټه کې دي.

پوځي ځواکونه هم د روزل شویو سپیو او ځانګړو وسایلو په کارولو له خاورو لاندې کسانو د موندلو او ایستلو لپاره هڅې کوي.

د تامپيکو کلیسا پادري وویل: «د کلیسا چت په داسې حال کې چې عبادت کوونکي د مراسمو په حال کې وو راپرېوتی دی.