نړۍ

د تاشکند په چاودنه او اورلګېدنه کې یو تن مړ او څه د پاسه ۱۶۲ نور ټپیان شول

د ازبکستان د پلازمیني تاشکند هوايي ډګر ته نږدې یوه زېرمتون کې د درنې چاودنې په پایله کې چې اور لګېدنه وشوه، یو تن مړ او ۱۶۲ نور ټپیان شول.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې د یوې کړکۍ چوکاټ پر یوه اتلس کلن هلک راغورځېدلی او مړ شو.

د ازبکستان د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۲۴ تنه په روغتون کې بستر شوي او ۱۳۸ تنه له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د تاشکند د هوايي ډګر مسوولینو ویلي چې الوتنې په عادي ډول روانې دي.

د ازبکستان د بیړنیو پېښو وزارت هم ویلي چې د چاودنې د ځاي ارزولو لپاره یوه پلاوی لېږل شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی چې اور مړ شوی او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.