ورزش

د موی‌تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین د تایلند د موی‌تای اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ

د سوک وهنې د نړیوالې شورا (WBC)  کمربند لرونکي د موی‌تای دغه افغان لوبغاړي د روسي جاکوب عمري په وړاندې له بري وروسته، د موی‌تای د اتلولۍ سیالیو کمربند ترلاسه کړ.

ددغو دوو لوبغاړو ترمنځ وروستۍ سیالي چې چهارشنبې د تلې په پنځمه په تایلند کې په ۶۳ کیلوګرامه وزن کې ترسره شوې وه، شاهین په دوهم پړاو کې جاکوب عمري ناک‌اوټ کړ.

هغه لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په دغو سیالیو کې یې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړی دی.

شاهین په خپل سپورتي بهیر کې اته د سرو زرو مډالونه او په بهرنیو سیالیو کې درې بریاوې لري.

شاهین تېره میاشت هم له خپل تایلندي سیال سره لوبه وکړه چې وتوانېده خپل سیال په لومړي پړاو کې ناک‌اوټ کړي.