دوې دیپلوماتیکې سرچینې آمو ته وايي چې په ډیلي کې د افغانستان سفیر د هند د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه پيغام کې ویلی چې د سپتمبر میاشتې په پای کې ددغه سفارت مسوولیت نوموړي هېواد ته سپاري.
فرید ماموندزي په دغه پیغام کې همداراز ویلي چې دا «ډلهييزه پرېکړه» د «پراخو ننګونو او فشارونو» له امله چې دا سفارت ورسره مخ دی، شوې ده.
که څه هم په دې پیغام کې ددغو ننګونو جزییات نه دي روښانه شوي، خو له دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبانو د قادرشاه په نوم ددغه سفارت یو کارکوونکی د سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړی و چې په ډیلي کې د افغانستان سفارت د نورو د دیپلوماتانو له خوا رد شوی و.