افغانستان

د طالبانو یوه پلاوي د «مسکو فارمټ» په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې امیر خان متقي د مسکو په رسمي بلنه د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټینګار کوي، چې ټاکل شوې ښاغلی متقي دوه ورځې په مسکو کې پاتې شي او بیا به د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره کازان ته ولاړ شي.

ټاکل شوې ده دا ناسته د روانې اونۍ په وروستیو ورځو کې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

په دغه ناسته کې به د ایران، چین، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د مسکو فارمټ ناسته کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونه د هېواد د ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې اترې وکړي.

سرګئي لاوروف وویل: « د مسکو فارمټ به د مسکو پر ځای د کازان په [ولګا سیمه] کې ترسره شي. موږ تمه لرو په دې اړه، خبرې وکړو چې ګاونډي هېوادونه څنګه کولی شي له افغانستان سره د اوسنيو ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.»

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې ټولګډونه حکومت، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه د مسکو فارمټ په شپږمه ناسته کې د بحث موضوعګانې دي.

یو شمېر هېوادوال وايي چې بې وزلي، وزګاري، د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل او همداراز په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی د دوی مهمې ستونزې دي او نړۍ باید ددغو ستونزو د هواري لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.