نړۍ

تایوان کې اورلګېدنه؛ ۶ تنه مړه او ۳ نور بې‌درکه شول

د تایوان د سویل په یوه کارخونه کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله لږترلږه شپږ تنه مړه او درې نور بې‌درکه شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې اورلګېدنه جمعه شپه ناوخته پیل شوه او د شنبې ورځې تر سهاره د ژغورنې عملیاتو دوام درلود.

د دې کارخونې یو ساتونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې کارخونه کې دننه دوې لویې چاودنې شوې دي.

هغه وویل: «امنیتي دفتر کې وم او ځینې اسناد مې لیکل چې د چاودنې غږ راغۍ، لوګی او کابو شپږ یا اووه کسان مې ولیدل چې لاسونه یې په وینو ککړ وو. له هغې مخکې دننه یوه بله چاودنه وشوه. یو شمېر په ماتو ښيښو باندې ټپیان شول.»

په همدې حال کې د تایوان اوروژنې اعلان کړی، چې د دې ادارې څلور غړي هم د پېښې په قربانیانو کې دي.

د دې ادارې په وینا، په دې پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې او اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.