افغانستان

طالبانو له آصف دراني سره په لیدنه کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مخنیوي لپاره مشخصه طرح وړاندې کړې

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني امو ټلویزیون ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې طالبانو ده ته د تحریک طالبان پاکستان د «خنثی کولو» طرحه وړاندې کړې ده.

ښاغلی درانی وايي، دا موضوع یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې.

د هغه په ​​وينا، د دې لیدنې ټول ټينګار تر ډېره په تحريک طالبان پاکستان وو.

ښاغلی درانی وايي: « افغان لوري ته ویل شوي چې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغان خاورې کارول د دغه هېواد لپاره جدي اندېښنه ده.»

هغه زیاته کړه چې طالبانو ډاډ ورکړی چې په افغانستان دننه به د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.

هغه همدارنګه وایي چې پاکستان او طالبان د سرحدي سیمو د امنیت لپاره د طرحې د بیا کتنې په حال کې دي او دا به یو دوام داره اقدام وي.