د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مسوول جوزپ بوریل د افغان ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
ښاغلي بورل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبالۍ په څنډه کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي ویلي چې د دوی خبرې د افغانستان او ښځو پر وضعیت متمرکزې وې.
افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له ویناوو څنګیزو خبرو اترو بې برخې نه وو. په ځانګړې توګه د طالبانو د سختو بندیزونو په څپو کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت.
له دې سره هم مهاله د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې وايي، د افغان ښځو حقونه د هغوی د جنسیت له امله د طالبانو له لوري تر پښو لاندې کېږي.
هغه وایي: «زه د ښځو د حقونو په اړه هم فکر کوم، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، چیرې چې ښځې د طالبانو د رژیم له خوا د جنسیت له امله ځپل کیږي، چې له بده مرغه د خپل سیاسي هویت په زړه کې یې د ښځو په وړاندې د جلاوالي او تاوتریخوالي لاره خپله کړې ده.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د دویم ځل لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.
ټام ویسټ وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او بشري وضعیت د بحث اصلي موضوع وه.
هغه وایي: «له جیلاني سره مو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې یو ځل بیا وکتل او د ګډو امنیتي ګټو، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا او په افغانستان کې د بشري مرستو د وضعیت په اړه مو خبرې وکړې.»
که څه هم یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغان مېرمنو پر وضعیت اندېښنه ښودلې، خو د ښځو حقونو فعالانې وايي، نړیواله ټولنه باید د سمبولیکو کلمو پر ځای د طالبانو ځواب ویوونکو کېدو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ښځو حقونو فعاله کریسټینا عزیزي وایي: «د نړۍ او د بشري حقونو د بنسټونو چوپتیا هم د اندېښنې وړ ده. نړۍ په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي او بندیزونو د کمولو په برخه کې جدي کار نه دی کړی، تر ډېره یې سمبولیکې څرګندونې کړې دي.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې ورو ورو د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ شوې، د کار او زده کړو له بندیز نیولې، د دوی تر ټولنیزو ازادیو پورې.
د بندیزونو د لېرې کولو لپاره له طالبانو د نړیوالې ټولنې، بشري حقونو سازمانونو او د ښځو غوښتنو څه کار نه دی ورکړی.