افغانستان ښځې

د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل؛ له زده کړو بې برخې نجونې ناهیلې شوې دي

File photo.

له نن دوه کاله وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل.

يو شمېر دغه زده کوونکي وايي، چې په دې موده کې له خپلو لومړنيو حقونو بې برخې شوې او طالبانو نجونو پر مخ د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره پاملرنه نه ده کړې.

دغه نجونې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي او د هرې ورځې په تېرېدو يې ژوند سختېږي.

د طالبانو له واک ته د رسیدو پوره ۳۴ ورځې وروسته طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ټول ښوونځي وتړل. اوس له هغې ورځې دوه کاله تېریږي.

هغه دوه کاله چې نجونې زده کوونکي وايي هره شېبه پرې لکه د کال تېره شوې.

زهره په لسم ټولګي کې وه چې طالبانو د ښوونځي دروازې د هغې پر مخ وتړلې.

اوس خپلې ورځې د کور په یو کونج کې په انځورګرۍ او فکر کولو تېروي.
زهره پر طالبانو په نیوکې سره وایي، چې د ژوند دوه کاله یې بې ګټې تېر شول.

دغه زده کوونکې وايي: «که زما پرمخ د ښوونځي دروازه پرانیستې وای زه به نن په دوولسم ټولګي کې وم او په ژورنالیزم پوهنځي کې چې دېره مې ورسره علاقه لرله زده کړه کوله.»

د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوه چې ښځې سړکونو ته راووځي، لاريونونه وکړي، ونیول شي او شکنجه شي او نړيواله ټولنه یې هم همهاله وغندي، خو دې هم د طالبانو پر دې پرېکړې هېڅ اغېز نه دی کړی.

اوس يو شمېر نجونې زده کوونکي وايي، چې د طالبانو له لوري د لېسو او منځنيو ښوونځیو په تړلو سره د نجونو ټولې هیلې له خاورو سره یو شوې او له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې.

دغه زده کوونکي زیاتوي، چې ډېری نجونې له زده کړو د بې برخې کېدو او په کورونو کې د پاتې کېدو له امله په روحي او رواني ستونزو اخته شوي دي.

د دولسم ټولګي زده کوونکې صدف وايي: «که ما زده کړو ته دوام ورکړی وای اوس باید په پوهنتون کې وای خو له بده مرغه چې هیلې مې برباد شوې.»

خو ځینو د طالبانو له دې پرېکړې سره په مخالفت کې انلاين روزنيز او پټ درسي ټولګي جوړ کړل. خو ښايي ټولې نجونې دومره نېکمرغه نه وي چې پر مخ یې د ښوونځي له تړل کېدو وروسته انلاین ټولګيو ته زړه ښه کړي.

که څه هم د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو تړل له پراخو نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوي او دا غبرګونونه لا هم دوام لري، خو تازه د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د طالبانو د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي غوښتي چې د ښځو د زده کړو په برخه کې دې له صبر کار واخلي.

طالبانو چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ کال کې واک تر لاسه کړ، نو پنځه کاله یې نجونې له زده کړو لرې وساتلې. په هماغې موده کې یې هم تل ټینګار کاوه چې د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانستل شي، خو د واکمنۍ تر پایه یې نجونې او ښځې له زده کړو منعې وې. که څه هم اوس یې څو ځلې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو ژمنې کړي، خو د دوو کلونو په تېرېدو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلې دي.