افغانستان ښځې

د ملګروملتونو سرمنشي: له زده کړو د نجونو بې برخې کېدل له بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو له مخنیوي د دوو کلونو په تېرېدو؛ د ملګروملتونو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې اجازه ورکړي نجونې ښوونخیو ته ولاړې شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې نن دوشنبې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو له محرومیته دوه کاله تېرېږي.

هغه ویلي چې دا له بشري حقونو د نه توجیه وړ سرغړونه ده چې ټول هېواد ته اوږدمهاله زیانونه لري.

نوموړي همداراز ویلي: «نجونې په ښوونځي پورې اړوند دي، اجازه ورکړئ چې ښوونځي ته ولاړې شي.»

دا په داسې حال کې دي چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دوی د افغان ښځو او نجونو د محرومیت لپاره څه د پاسه ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي.

پر افغان ښځو او نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو ته پر تلو پر محدودیت سربېره تفریحي ځایونو ته هم د تلو اجازه نه لري.

طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو دروازې هم وتړلې.