افغانستان

افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو د وضعیت په اړه د بريتانیا د دیني عالمانو پر تازه څرګندونو نیوکې

په بريتانيا کې د يو شمېر ديني عالمانو څرګندونې چې ويلي يې دي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې پر حق هېڅ ډول بنديز نشته او د دوی په وينا دغه بنديزونه يوازې د ليبرال او سيکولر زده کړو پورې محدود دي، له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان دغه څرګندونې د شرم وړ بولي او د ښځینه محصلینو په ګډون نور بیا دغه څرګندونې له حقیقته لرې او ښکاره درواغ بولي.

دغه شمېر دیني عالمان په جولای میاشت کې له طالب چارواکو سره د لیدو لپاره کابل ته تللي وو، چې له دغه سفر وروسته یو شمېر فعالانو او کارپوهانو په یوه اعتراضیه لیک کې دا اقدام د طالبانو د سپینولو لپاره وباله او د اعتراضیه لاسلیکونو په راټولولو سره د بریتانیا له حکومته په دې اړه د څېړنو غوښتونکي شول.

کیسه له خبرو ډک له دې سفر سره پیل شوه، څو دیني عالمان چې برېتانوي بلل کیږي، په جولای میاشت کې یې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزارت د سرپرستانو په ګډون یې له یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو سره ولیدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د جولای په ۲۹مه په ایکس شبکه ولیکل چې امیرخان متقي له دغو دیني عالمانو وغوښتل د هغې په وینا چې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ احمد ضیا وايي: «په دې لیدنه کې ښاغلي متقي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت (طالبانو) له بشپړې واکمنۍ وروسته یې د مثبتو بدلونونو لکه د امنیت او ملي ثبات ټینګښت او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړې. او د مېلمنو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل او له هغوی یې غوښتل چې د افغانستان واقعي انځور نړۍ او خلکو ته وړاندې کړي.»

اوس له نږدې درې میاشتو وروسته د حمید محمود په نوم یو له دغو عالمانو ادعا کوي چې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو هیڅ محدودیت نه دی لګول شوی او د هغه په وینا طالبانو یوازې په لیبرال او سیکولر زده کړو لنډ مهاله محدودیتونه لګولي دي.

دیني عالم حامد محمود وايي: «زما لپاره هدف ډېر واضح دی، د نجونو په زده کړو بشپړ بندیز نشته، هو، لنډمهاله ځنډ شته دی، نه پر زده کړو، بلکې لنډمهاله ځنډ په ځانګړې توګه د سیکولر په ازادو زده کړو دی، دا هغه څه دي چې ځنډول شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه تر ۵۰ ډېر محدودونکي فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، او تګ راتګ ازادۍ یې په نښه کړي دي.

د طالبانو د فرمان پر بنسټ اوس مهال له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او د نیمه لوړو زده کړو د مرکزونو په ګډون د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.

په داسې یوه حالت کې د دغو دیني عالمانو څرګندونو د ډېرو خلکو غوسه راپارولې ده.

د ښځو حقونو فعاله فوزیه سعیدزاده وايي: «د طالبانو د سپینولو لپاره یو له لوی ادرسونو ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده کړو منع نه دي، په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو ژوند دوزخ ګرځولی دی، ښځو ته د هیڅ فعالیت اجازه نه ورکوي، حقیقت کې دا څرګندونې د شرم وړ دي.»

خبریاله بهنود بهنود وايي: «دا اکثريت استخباراتي دانې دي، ښايي د ديني عالمانو تر نامه لاندې د طالبانو تور مخ وميني، د افغانستان په ښوونیز نظام کې هيڅ ليبرال نظام نه تدریس کېده، هغه څه چې نن يې مطرح کوي، ښکاره درواغ دي.»

تر دې وړاندې د هېواد یو شمېر فعالانو او کارپوهانو په یو اعتراضیه لیک کې د بریتانیا له حکومته غوښتي وو چې کابل ته د دیني عالمانو د دې سفر او د هغوی د فعالیتونو په اړه څېړنې وکړي.

دغو فعالانو د دغو علماوو کړنې د طالبانو لپاره سپیناوی بللی او د دوی د کړنو پر ضد یې د لاسلیکونو په راټولولو پیل وکړ، چې تر اوسه څه باندې ۱۲۰۰ کسانو دغه لیک لاسلیک کړی دی.