افغانستان

افغانستان ته د سفر لپاره له بهرنیو دیپلوماتانو د ناروې د کډوالو شورا غوښتنه

NRC chief Jan Egeland in Kabul. Photo: Jan Egeland’s Twitter account.

د ناروې د کډوالو شورا له بهرنیو دیپلوماتانو غوښتي چې د بشري وضعیت پروړاندې د مبارزې لپاره کابل ته راشي.

یان ایګلنډ پر ایکس ټولنیزه شبکه، افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې افغانان تر بلې هرې مودې زیات د نړیوالې ټولنې ونډې ته اړتیا لري.

له بلې خوا، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مدیر وايي چې دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله خپلې مرستې له لسو میلیونو ۳ میلیونو ته کمې کړې دي.

په همدې حال کې، اروپايي ټولنه او د ناروې کمیټه افغانانو سره د موسمي بدلون له ناوړه اغېزو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوي.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره د دې ټولنې نوې مرسته نږدې ۲۸۰ میلیون افغانۍ ده چې د ناروې کمیټې له خوا به ولګول شي.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې له دې مرستو به بدخشان، دایکندي، فاریاب، غزني، کاپيسا، پکتیا او تخار کې تر ۸۰۰ زیاتې کورنې برخمنې شي.