سویلي آسیا

د پاکستان د جمعیت الاعلما ګوند د یوه غړي په ګډون ۱۱ تنه یوه چاودنه کې ټپیان شول

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله د پاکستان د جمعیت الاعلما ګوند د یوه غړي په ګډون لږترلږه ۱۱ تنه ټپیان شول.

دا چاودنه نن پنجشنبه ورځ د بلوچستان په ماستونګ ولسوالۍ کې وشوه.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې دغه برید د جمعیت الاعلما ګوند یو له مشرانو حافظ حمدالله په نښه کړی و.

چاودنه داسې مهال وشوه، چې حمدالله د ګوند له نورو غړو سره له کویټې څخه بلوچستان ته روان و.

د پاکستان د جمعیت الاعلما ګوند ویاند ويلي، چې حافظ حمدالله په سطحي ډول ټپي شوی دی.