افغانستان

د افغانستان په اړه له څرګندونو وروسته له خپلې دندې د بریتانیا پارلمان د دفاعې کمیټې د رییس ګوښه کېدل

عکس له رویټرز څخه

د بریتانیا پارلمان محافظه کار استازي توبیاس الووډ د افغانستان په هکله د نوموړي د څرګندونو له امله له نیوکو وروسته، د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمیټې د رییس په توګه له خپلې دندې ګوښه شو.

ښاغلي الووډ چې د بریتانیا پخوانی دفاع وزیر هم و په جولای میاشت کې وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. د نوموړي دا څرګندونې له سختونو نیوکو سره مخ شوې. دا جنجال د منتخبې کمیټې د غړو له خوا هغه ته د نه باور رایې د احتمال لامل شو.

وروسته ښاغلي الووډ په خپله خوښه د رییس په توګه له دندې استعفا وکړه.

په لومړي سر کې نوموړي له خپلو څرګندونو دفاع وکړه او وې ویل چې افغانستان د ثبات داسې کچې ته رسېدلی چې د نښتو له تېرو دورو سره د پام وړ توپیر لري.

خو هغه وروسته بښنه وغوښته او څرګنده یې کړه چې څرګندونې یې ناسمې دي. نوموړي دا څرګندونې لومړی په ټولنیزو شبکو کې دا څرګندونې خپرې کړې وې.

په خواله رسنیو کې په دغو څرګندونو کې د پارلمان دغه غړي ادعا کړې وه چې افغانستان له کلونو جګړې ستومانه، د ثبات لپاره پياوړې مشري منلې ده.

هغه د طالبانو له دولت سره د بریتانیا د بیا تعامل غوښتونکی شو، په کابل کې یې د بریتانیا سفارت له پرانیستو ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې له لیرې نیوکې د ښځو حقونو د زیاتوالي لامل نه کېږي.

ښاغلي الووډ همداراز پر ټویټر یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې ادعا وکړه امنیت ډېر ښه شوی، فساد کم شوی او د تریاکو سوداګري پای ته رسېدلې، البته په دې خبرداري سره چې «ټول له منځه تللي دي.»

د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د راپور له مخې، په اصل کې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۱ کال په پرته ۳۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د ښاغلي الووډ څرګندونې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو د فعالانو او نورو استازو له هغې جملې د محافظه کار ګوند د ځینو غړو له سخت مخالفت سره مخ شوې.

د محافظه کار ګوند استازو مارک فرانسوا او ریچارد دراکس او د کارګر ګوند کوان جونز او درک توئیګ په ګډه د هغه خلاف د نه باور غوښتنه وړاندې کړه.

هغه د خپلې استعفا په بیانیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوه، څرګنده کړه چې باوري دی لا هم د کمیتې د «اکثریت» غړو له ملاتړه برخمن دی.

له بلې خوا، نوموړی څرګنده کړه چې د ټولو له ملاتړ پرته به د هغه د حضور دوام د ستونزو لامل شي.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي وویل: «زه باوري یم چې د دفاع او امنیت په بحث کې پیاوړی غږ لرم. زه خپله خبره کوم، هڅه کوم لوی انځور درک کړم او حل لارې په تېره په نړیواله کچه وړاندې کوم، ځکه زموږ نړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ ده.»