افغانستان

د تورخم له نښتې شپږ ورځې وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پيل

د پاکستان پوليسو يو ځل بيا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په نيولو لاس پورې کړی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تازه مورد کې د یکشنبې په ورځ ۵۰ افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

له دې سره هم مهاله د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اسلام اباد د غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو لپاره تدابیر نیولي دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ له سرحدي جګړې شپږ ورځې وروسته پاکستاني پولیسو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په نیولو لاس پورې کړی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستاني پولیسو د یکشنبې په ورځ پنځوس افغان کډوال له بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه د پاکستان له کراچۍ ښار څخه نیولي دي.

په پاکستان کې يو شمېر دغه افغان کډوال وايي، چې په ناوړه اقتصادي شرايطو کې ژوند کوي او په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په پاکستان کې یو تن افغان کډوال تمیم وايي: «په پاکستان کې د وېزې تمدیدول ډېر سخت شوي، زموږ ډېری هېوادوال په پاکستان کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

له دې سره هم مهاله د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر ویلي، د هغو کډوالو پر وړاندې یې چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې دي په اقداماتو لاس پورې کړی او دغه کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بوګتي وايي: «موږ یوه پالیسي جوړه کړې، ښايي کابینه یې هم راتلونکې اونۍ تصویب کړي، چې له مخې به یې ټول ناقانونه کډوال چې د هر هېواد وي، لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې په ناقانونه توګه ژوند نه شي کولی، په دې خبرداري سره موږ هم په هېواد کې یوازې قانوني خلک منو. خو ناقانونه خلک چې هر ځای دي بېرته به خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.»

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په ایران او پاکستان کې له اوو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

د جمهوري ریاست له سقوط وروسته زرګونه افغانان د بیلابیلو لاملونو په ځانګړې توګه د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته وتښتېدل او اوس په دغه هیواد کې مېشت دي.