افغانستان

د احمد شاه مسعود د ترور په دوه ویشتم تلین کې د هغه ژوند او مبارزې ته کتنه

د سپټمبر نهمه د شلمې پېړۍ د چریکي جګړو د مشهور قوماندان او د افغانستان د پخواني دفاع وزیر احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ۲۲ تلین سره برابره ده.

نوموړی په دې ورځ د تخار په خواجه بهاءالدین کې د خبریالانو په جامه کې د دوو عربو ځانمرګو بریدګرو له خوا ووژل شو. د هغه له مړینې دوه ورځې وروسته، د نړیوال تروریزم د خطر په اړه د هغه وړاندوینه او خبرداری رښتیا شو او په امریکا کې د نړۍ سوداګریزې ودانۍ د القاعدې لخوا په نښه شوې.

د احمد شاه مسعود له مړینې دوه لسیزې وروسته، نړۍ لا هم له القاعده سره د طالبانو د اړیکو او د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکوي.

د شوروي د اشغال پر وړاندې د جهاد په لومړيو کلونو کې د هغه نوم د خلکو په ژبو شو.

هغه د هندوکش له غر تر غره د هغه وخت د پخواني شوروي ځواکونو او د هغوی له ملاتړي حکومت سره جنګېده او پنجشیر یې نه ماتیدونکی ساتلو. هغه د سره پوځ پر وړاندې د شلمې پیړۍ د اتیایمې لسیزې د لومړیو کلونو ترټولو مشهور دښمن دی.

د پنجشیر په دره کې د شوروي ۶ لوی بریدونه له ماتې سره مخ کوي. د ډاکتر نجیب د حکومت له سقوط سره د اسلامي دولت د دفاع وزیر شو، خو له هغې لږ وروسته په کورنیو جګړو کې.

د نړۍ د ستر پوځ پر وړاندې د بریا سره سره مجاهدین په حکومتولۍ کې ناکامیږي او په کابل کې خونړۍ نښتې د زرګونو کسانو ژوند اخلي او دا ښار په کنډواله بدلوي.

د ۹۰مې لسیزې په دویمه نیمايي کې طالبان کابل ته رارسیږي او احمدشاه مسعود چې د برهان الدین رباني په مشرۍ د اسلامي دولت د ځواکونو مشري کوي، د کابل شمال ته شاتګ کوي.

مقاومت اعلانوي. او له طالبانو او د طالبانو له ملاتړو ځواکونو سره پنځه کلنه نه ستړې کېدونکې جګړه.

خپله په اسلام کې له اعتدال او ولسواکۍ له نظام سر لیواله وو، خو د طالبانو نظام د هغې له لیده تُند او افراطي.

احمد شاه مسعود وايي: «د افغانستان لپاره یوازینۍ معقوله لاره یوازې د ډیموکراسۍ او ټاکنو له لارې ممکنه ده او دا چې هر څوک خپله یوه رایه ولري.»

دا یې لومړی اروپایي ته سفر دی او د اروپايي ټولنې پارلمان د هغه تود هرکلی کوي. دلته د طالب تر سیوري لاندې د نړیوال تروریزم د خطر په اړه خبرې کوي.

یوازې څو میاشتې وروسته، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په نهمه، د خبریالانو په جامه کې دوه مراکشي عرب برید کونکي هغه ترور کوي.

د هغه له مړینې دوه ورځې وروسته، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه، القاعدې د نړیوال سوداګریز مرکز برجونه په نښه کوي.

د دې برید پلانونکی د القاعدې مشر اسامه بن لادن دی چې په افغانستان کې دی او د طالبانو د پناه لاندې ژوند کوي.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي: «په هغه وخت کې که طالبانو د القاعدې په ګډون د څو محدودو تروریستي ډلو ملاتړ او کوربه توب کاوه، نو نن له بده مرغه په ​​افغانستان کې د القاعده او داعش په ګډون له شلو زیاتې ترهګرې ډلې شتون لري او د دوی لپاره د تجهیز او روزنې زمینه په سیستماتیک ډول چمتو شوې او د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ پر وړاندې د یوه خوندي پټنځای په توګه کارول کیږي.»

د احمد شاه مسعود له وژل کېدو شل کاله وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو بیرغ رپېږي، دا ځل آن د هغې په پلرني ټاټوبي کې له دوه لسیزو وروسته یو ځل بیا په کابل کې د القاعدې نښې نښانې پیدا کیږي. ایمن الظواهري د کابل په وزیر اکبر خان کې ووژل شو.

دا ځل په لږ توپیر سره ملګري ملتونه د القاعدې په ګډون له شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د طالبانو کوربتوب یادوي او له افغانستانه پر ځای پاتې د ترهګرۍ نړیوال ګواښ.

څوک ورته د پنجشېر زمری وايي او څوک هم د سړې جګړې فاتح. یو لیکوال هم هغه د افغانستان ناپلیون بناپارټ بللی، خو مخالفین یې جنګسالار بولي. په ۲۰۰۴ کال کې د اساسي قانون لویې جرګې د هغه له نوم سره د افغانستان د ملي اتل لقب ولیکه.

حامد کرزي له کابله په X شبکې کې لیکلي، چې احمدشاه مسعود یو وطنپال او د ازادۍ مبارز و. عبدالله عبدالله همدارنګه هغه د ازادۍ مبارز او معتدل مسلمان په توګه یاد کړی او په افغانستان کې یې د برابرۍ، ازادۍ او واک لپاره د احمد شاه مسعود هیلې یادې کړي.

اوس د احمد شاه مسعود له مرګه ٢٢ کاله وروسته طالبان له اسلامه له سخت تعبير سره بېرته واک ته راستانه شوي. ښځې په کور کې بندې دي او ولسواکي یو نه پوره کېدونکی خوب دی.