افغانستان

په تورخم کې د اته ساعته نښتې جزییات

طالبانو او پاکستاني پوځیانو نن یو ځل بیا په تورخم کې سره نښته وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې سرچینې آمو ته وايي، نښته داسې مهال پیل شوه چې طالبانو د افغانستان او پاکستان دروازې په یو کیلومترۍ کې د یوې پوستې د جوړولو کار پیل کړی و.

د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د دې پوستې د جوړولو مخه ونیوه او شخړه پر دې وه، کومه خاوره کې چې پوسته جوړېږي د پاکستان اړوند ده. خو طالبانو دا موضوع ونه‌منله. پاکستاني سرچینې وايي، چې نښته طالبانو پیل کړه.

سرچینې زیاتوي چې په دغه اته ساعته نښته کې څلور افغان ماشومان ووژل شول او څلور ملکي پاکستانیان ټپيان شوي دي.

خو طالبان وايي، چې دا نښته لومړی د پاکستانیانو له خوا پيل شوې ده. طالبانو د دې نښتې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

له دې ټولو سره سره، سرچینې وايي نښتو د چهارشنبې ورځې د مازدیګر تر ۵ بجو هم دوام درلود.

د دې نښتې له امله تورخم بندر د تګ راتګ پرمخ وتړل شو او روښانه نه ده چې کله به بېرته پرانیستل شي.

د تورخم ښارګوټي یو اوسېدونکی چې نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، ادعا کوي چې د نښتې پر مهال یې د درنو وسلو غږ هم اورېدلی دی.

دا نښتې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي وو چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان له یو شمېر ګاونډیو سره په پوله کې نږدې ۵۰ شخړې لرلې دي.

خو دغه وزارت ویلي وو، چې ډېری دا نښتې له ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شوې دي.

له دې مخکې، د پاکستان د پخواني دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان د ناامنۍ لپاره کارول کېږي، خو طالبانو د دې ادعاوو په ردولو ویلي، چې د پاکستان ناامنۍ له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.