سویلي آسیا

په اندونیزیا کې د آسه آن د سرمشریزې پیل

د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې (آسه آن) مشرانو نن سه شنبې خپله کلنۍ ناسته د اندونیزیا په پلازمیني جاکارتا کې پیل کړه.

دا ناسته د سپتمبر له پنځمې تر اوومې نېټې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په برما کې د سولې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او په سیمه کې د چین او امریکا سیالۍ زیاتې شوې دي.

د آسه آن کوربه او د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو ددې غونډې په پرانیستونکې وینا کې له ګډون والو وغوښتل چې ټولنه یې باید په سیالۍ بدله نه شي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

هغه وویل: «موږ پوهېږو چې په نړۍ کې وضعیت ښه نه دی، راتلونکې ننګونې زیاتېږي او واک ته د رسېدو لپاره به سیالۍ رامنځته شي، په دې لړ کې آسه آن هوکړه کړې چې د هېڅ ځواک لپاره نیابت نه وي او له یو بل سره د سولې او سوکالۍ لپاره همکاري وکړي.»

ویدودو زیاته کړه: «زموږ کښتۍ باید په سیالۍ بدله نه شي چې د متقابل تخریب لامل شي، په مقابل کې د آسه آن دا کښتۍ نه یوازې د سیمې بلکې نړۍ لپاره د سوکالۍ، ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره وکاروئ.»

د آسه آن مشران به د میانمار د وضعیت په اړه چې په ۲۰۲۱ کال کې خونړۍ کودتا پکې وشوه او پوځ واک ته ورسېد خبرې اترې وکړې.