سویلي آسیا

کاکړ: افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې د سیمې لپاره ګواښونکې دي

د پاکستان د انتقالي حکومت لومړی وزیر وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له خوا د وسلو او پوځي تجهیزاتو د پاتې کېدو له امله رامنځته شوې ننګونې به ټوله سیمه ونیسي.

انوارالحق کاکړ له جيو نيوز پاکستان سره په مرکه کې ويلي د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د تمې خلاف د پاکستان وضعیت خراب شو او سيمه بايد د هغه څه تمه ولري چې نن په پاکستان کې کېږي.

له دې سره هم مهاله د پاکستان راډیو راپور ورکړى چې په امريکا کې د پاکستان سفير د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان د فعاليتونو زياتوالي ته په پام سره ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې له ١٥٠٠ زيات پاکستانيان وژل شوي دي.

دا د آمو ځانګړي عکسونه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د بهیر دي،د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو یوه وړه برخه چې له امریکایي پوځیانو په افغانستان کې پاتې شوې ده.

خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته د پاکستان د انتقالي حکومت لومړي وزیر له جیو نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان د اوسنو امنیتي ننګونو ریښه هغو پوځي تجهیزاتو پورې اړه لري چې له امریکايي ځواکونو پاتې شوي دي.

ښاغلی کاکړ وايي، سیمه باید د هغه څه په تمه وي چې نن په پاکستان کې دوام لري.

د پاکستان موقت لومړی وزیر انورالحق کاکړ وايي: «له امریک پاتې شوي پوځي تجهیزات به نه یوازې پاکستان بلکې د ټولې سیمې لپاره مسله وي. په راتلونکي کې، به د چین، منځنۍ اسیا، ایران، زموږ لپاره او زموږ لپاره چې پیل شوې، نور هم باید په تمه وي چې څه وخت به دا مسله په هغوی هم راځي.»

انورالحق کاکړ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره په پاکستان کې وضعیت خراب شوی دی.

سیاسي کارپوه عزیز معارج وايي: «پاکستان مخکې له مخکې تبلیغات کوي، څو وښيي چې ترهګرې ډلې له پخواپه افغانستان کې وې او دي، که راوړل شي، باید یو مقدمه اوسي، چې پخوا یې هم شتون درلود او پاکستان په دوامداره توګه شکایت کاوه.»

له دې سره هم مهاله د پاکستان راډیو په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان له قوله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ پر ځای پاتې دی.

په راپور کې راغلي چې ښاغلي خان د تحریک طالبان پاکستان ګواښ ته په اشارې ویلي چې له افغانستانه د امریکایی پوځیانو له وتلو وروسته ۱۵۰۰ پاکستانیان وژل شوي دي.

د پاکستان راډیو د راپور په یوه برخه کې راغلي: «هغه وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر پاکستانیان وژني. هغه وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې موږ تر ۱۵۰۰ زیات کسان له لاسه ورکړي دي. سفیر وویل چې هم امریکا او هم پاکستان پرېکړه کړې چې دا ګواښ به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ له لارې په ګډه له منځه یوسي.»

پوځي کارپوه احمد خان اندړ وايي: «هغه ترهګرې ډلې چې د خپلو استخباراتو او پوځ (پاکستان) له خوا یې رامنځته شوې دي اوس یې د خپل ځان په وړاندې پښې لوڅې شوې دي. پاکستان دې د خپلو پوځي امکاناتو په کارولو سره د خپل هېواد او خلکو امنیت تامین کړي. د خپل بام واورې دې د نورو په بامونو نه غورځوي.»

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خواجه اصف په ګډون یو شمېر پاکستاني پوځیانو ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د ناامنه کولو لپاره کارول کېږي، خو طالبانو د دغه ادعاوو په ردولو سره ویلي چې د پاکستان ناامني له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.