افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د اوسنیو واکمنو چلند د دواړو هېوادونو له مصالحو سره سمون نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول د افغانستان د روان وضعیت حل لاره ګڼي.

امیر عبداللهیان وايي، که څه هم تهران طالبان یو له مهمو واقعیتونو بولي، خو د افغانستان اوسنی وضعیت په رسمیت نه پېژني.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو چلند سل په سلو د دواړو هېوادونو له ګټو سره سم نه دى او د دواړو لورو ترمنځ ننګونې شته.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر له تهران سره د هلمند د حقابې پر سر د طالبانو چلند د اشرف غني له چلند غوره ګڼي.

په تېرو دوو کلونو کې د ایران او طالبانو اړیکو لوړې ژورې درلودې.
ایران ظاهراً د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د هلمند د حقابې په سر له طالبانو سره په یو نظر نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له اطلاعات ورځپاڼې سره په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل د سیاسي حل په توګه یاد کړی او ویلي یې دي، که څه هم تهران طالبان د یوه مهم واقعیت په توګه مني، خو د افغانستان اوسنی وضعیت په رسمیت نه پېژني.

نوموړی زیاتوي: «په سیاسي کچه د افغانستان حل لاره د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول بولو، د دې حکومت په جوړښت کې پښتانه او طالبان یو له مهمو واقعیتونو څخه ګڼو. دویم دا چې د افغانستان اوسنی وضعیت په رسمیت نه پیژنو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو سل په سلو کې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سم عمل نه دی کړی او د دواړو لوریو ترمنځ ننګونې شته دي.

خو طالبان چې له ټول ګډونه حکومت بل تعريف لري، هم مهاله یې ويلي چې هېڅ هېواد بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

لکه څنګه چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي، په هېواد کې یې د اعدامونو شمېر په افغانستان د بندیانو په پرتله ډېر دی.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که څه هم طالبانو د هلمند د حقابې په اړه د تهران هیلې نه دي پوره کړي، خو د اشرف غني په پرتله یې له ایران سره ښه چلند کړی. نوموړی وايي هغهجنلې به هېرې نه کړي چې د کجکي بند د پرانستلو پر مهال اشرف غني وویلې، خو د عبدالهیان په وینا، طالبانو د حقابې هوکړې له منلو ډډه کړې ده.

طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د امیر عبداللهیان په وینا، طالبانو ژمنه ورسره کړې چې په افغانستان کې د وچکالۍ له پای ته رسېدو سره به ایران ته د هلمند حقابه ورکړي.

له دې ټولو سره سره ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د یوه داسې حکومت ډیپلوماتان یې منلي چې ټول ګډونه یې نه ګڼي او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.