افغانستان

پاکستان د افغانستان د الوتکو لپاره نوې کړنلاره وټاکله

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د شنبې په ورځ د هغو الوتکو لپاره چې له افغانستانه الوتنه کوي او د پاکستان له هوايي حریم څخه تېرېږي، نوي مقررات خپاره کړي دي.

د نوې کړنلارې له مخې، ټولې هغه الوتکې چې له افغانستانه الوتنه کوي د پاکستان هوايي حریم ته له ننوتلو لږترلږه ۱۵ دقیقې مخکې باید اسلام آباد خبر کړي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه ټینګار کړی چې د ننه په پاکستان کې د هوايي ترافیک خدمات به له مخکینې ترلاسه شوې خبرتیا وروسته، د الوتکو لپاره برابر شي.

ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي چې الوتنې په کراچۍ، لاهور او اسلام آباد ښارونو کې د هوايي ترافیک ادارې د مرکزونو له خوا همغږې او آسانتیا ورته برابرېږي.

له بلې خوا، الوتکې به د دوشنبې او اسلام آباد سیمو د کنټرول هوايي لینک له لارې د هوايي ترافیک له خدماتو برخمن شي.